په ترکیه کي د زهري شرابو د څښلو له کبله ۳۳ کسان مړه سوي دي

د ترکیې په پلازمینه انقره کي چارواکو ویلي چي د ککړو یا زهري شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه سوي او ۲۰ نور په روغتون کي تر درملني لاندي دي.
په ترکیه کي د ککړو شرابو د څښلو له کبله د خلکو مسمومیت عام دی، په دغه هیواد کي په پټه جوړېدونکو شرابو کي میتانول ګډیږي چي یوه زهرجنه ماده ده او کولای سي د څښونکي د ړندېدو، د ځیګر د ناروغیو او مړیني لامل سي.
د انقرې والي ویلي، پولیسو ۱۰۲ ټنه ناپاکه الکول ضبط کړي او ۱۳ کسان یې د دې الکولو د خرڅولو په شک نیولي دي.