په ترکیه کي د چاودني له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ترکیې چارواکو ویلي، چي د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د چاودیدونکو توکو او مرمیو په یوه فابریکه کي په زوروره چاودنه کي ۱۲ تنه مړه سوي او لږ تر لږه پنځه نور ژوبل سوي دي.
پیښه د بالیکسیر ولایت په کارسی سیمه کي سوې ده.
چارواکو ویلي، چي په فابریکه کي لګېدلی اور یې مړ کړی او ټول ژوندي کسان ایستل سوي دي.
پېښه سهار د اتو بجو په شاوخوا رامنځته سوې او د چاودني له کبله د فابریکې یوه برخه نړېدلې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، په دغه فابریکه کي چي د اوسېدنې له سیمي څخه لیري پرته ده، د چاودني لامل سمدستي نه دی څرګند سوی.
ځايي مسوولینو تخنیکي ستونزه د پیښي لامل بللی خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي او ویلي یې دي چي په اړه یې تحقیقات دوام لري.