د ايران تسنيم خبري آژانس خبر ورکړی، چي د چهارشنبې په ورځ د ايران د مرکز تهران په ساوه سړک کي د لرګو په يوه ګدام کي د اورلګېدني له امله دوه افغان کډوال چي په دغه ګدام کي ئې کار کوی سوځېدلي دي.
په خبر کي ويل سوي، چي دغه د لرګو ګدام کي ۵۰۰ متره تونل موجود و، چي د اورلګيدني پرمهال په کښي دغه دوه افغان کډوال بند پاته سوي وو او په کښي سوځېدلي او وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري د په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه پېښي په اړه څه نه دي ويلي