د ايران د هه نګاو بشري سازمان په يوه خپره کړې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي د يوې ۲۶ کلني افغان ميرمني جسد د ايران پوليسو د تهران په پيشوا ولسوالۍ کښي موندلی دئ.
د دغه سازمان په وينا، چي وژل سوې مېرمن کبری رضايي نومېده، چي ۵۰ ورځي وړاندي د خپل کور څخه د کار په طرف روانه وه، چي نادرکه سوې وه او جسد ئې په داسي حال کښي موندل سوی، چي ټوټه سوی او د پېژندلو وړ نه وو.
د دغه سازمان په خبره، چي د دغې افغان ميرمني هويت او لومړني معلوماتو د طيبي کتني په اساس ثابت سوی دئ.
دغه راز ياد سازمان ويلي، چي د دغې ميرمنی د بدن ځني برخي او تليفون تراوسه پوري موندل سوي نه دي.
په ورته وخت کښي د ايران پوليسو ويلي، چي د دغې افغان ميرمني د قتل په تور ئې يو ايرانی ځوان نيولی، چي اوس تر څېړنو لاندي دئ.
دې سازمان د معلوماتو له مخي، د شنبې په ورځ (جوزا ۱۷مه) کله چي د يادي ميرمني کورنۍ د جنازې د مراسمو له پاره چمتووالی نیولی وو، خو د ایران حکومت په مستقيم ډول لاسوهنه کړې او د کبری رضايي د جسد د دفن کولو له پاره ئې تر اوسه رسمي اجازه نه ده ورکړې.