په ننګرهار کي سیمه ییزو چارواکو د تورخم په سرحدي سیمه کي د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د طـ.البانو د وسله والو نښتي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چي په دغه سیمه کي نن سهار هم په وقفوي ډول د ټکانو ږغونه اوریدل کیدل.
راپورونه وایي، تیره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د تورخم پر سرحد پرتو پاکستاني ځواکونو د طـ.البانو په سرحدي ځواکونو هغه مهال ټکان پیل کړل چي دا ځواکونه د پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخت وه.
ویل کیږي چي د طالبانو له خوا هم ځوابي برید سوی خو تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.
د پاکستاني د امنیتي ځواکونو سرچینو د ډیورنډ کرښي ها غاړي ته د پاکستان د سرحدي قول اردو درې منسوبینو او یو عام وګړي ټپي کیدل تائید کړي دي.
همداشان سرچینو ویلي، چې د یوې لارۍ چلوونکی هم په دې نښتو کې وژل سوی دی.
په سیمه کي د جګړې د دوام او د دواړو خواو ترمنځ د درنو وسلو د ټکانو له امله تورخم ته څيرمه پروت د باچا میني له کلي ډیري کورنۍ د لنډي کوتل په ګډون خوندي ځایونو ته کډه سوي دي.