د سرپرست حکومت د کډوالو او رارستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چي په تیرو دوو ورځو کي ۳۲۵ افغان کډوال د ترکیې له پولي بېرته راګرځول سوي دي.
دغه وزارت ویلي، چي دا هیوادوال له استانبول څخه د الوتکي له لاري کابل ته را رسول سوي دي.
خبرپاڼي د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد له قوله لیکلي، چي د کډوالو د راستنیدو هرکلی کوي او ټینګار کوي، چي د راستنیدونکو لپاره به د کارموندني زمینه برابره کړي.
هغه زياته کړې، چي له ترکي چارواکو سره به د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه خبري وکړي.
تر دې وړاندي د تركيې د كورنيو چارو وزير، اعلان کړی وو چي سږ كال په ټول هیواد كي ۳۹۲۴ تنه د انساني قاچاق په تور نيول سوي دي.
په تېرو څو وروستیو میاشتو کي په ایران، پاکستان او ترکیه کي د افغان کډوال د نیولو لړۍ چټکه سوې ده.