په تېره يوه مياشت کي ۱۲ زره د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي

په تېره يوه مياشت کي د تورخم د لاري د افغان کډوالو ۱۲زره کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
د‌ننګرهار د‌کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسؤلين وايي، چي دغه د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۷۰زره تنه کېږي يوازي د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.
دهغوی په خبره، چي په رايستل سوو افغان کډوالو کي يو شمېر داسي کورنۍ هم شاملي دي، چي په پاکستان کي د اوسېدلو قانوني اسناد هم په لاس کي لري، خو بیاهم په زور او جبر رایستل سوي دي.
په ورته وخت کي افغانستان ته راغلي کډوال د پاکستاني پوليسو د ناوړه چلند څخه هم شکایت کوي او زياتوي چي پاکستاني پوليسو ئې د کور،دوکان او دې ته ورته نور ملکیتونه هم ورڅخه اخېستي دي.