په تېره یوه اوونۍ کي ایران او پاکستان ۵۰۹ افغان کډوالي کورنۍ اېستلي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، په یوه اوونۍ کي ایران ۳۷۴ او پاکستان ۱۳۵ کډوالي کورنۍ په جبري او اختياري ډول ایستلي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي د تېري اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې د ورځو د کډوالو د راستنېدو احصايې نه دي خپرې سوي.

د يادوني وړ ده، چي دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هیواد ته داخل سوي دي.

د دغو شمېرو له مخي، په تېره یوه اوونۍ کي ۵۷ کورنۍ د تورخم له لاري او ۷۸ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راستنې سوي دي.

په همدې حال کي ۱۳۴ کورنۍ د نیمروز د پل ابرېشم او همدارنګه ۲۴۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري هیواد ته راستنې سوي دي.

ایران او پاکستان تر دې یوه اوونۍ مخکي د افغان کډوالو ۶۷۴ کورنۍ اېستلي وې.