په ایران کي د اعدامونو د زیاتېدو په دوام، د دې هیواد د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چي په تېره یوه میاشت کي شاوخوا ۱۶ افغانان د ایران په بېلابېلو زندانونو کي په دار ځړول سوي دي.
دغه سازمان پرون د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چي وروستیو کلونو کي په ایران کي د افغان وګړو د اعدام پېښي زیاتي سوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخي، اعدام سوي افغانان د مخدره توکو پر قاچاق او قتل تورن وه.
د راپورونو پر اساس، په ایران کي یوازي په تېره یوه اونۍ کي څلور افغانان اعدم سوي دي.
د بشري حقونو سازمان ویلي، د تېري شنبې په ورځ د قزل حصار په زندان کي لس تنه چي یو یې افغان تبعه وو، اعدام سول.
په ایران کي د اعدام حکم ته د بشري حقونو ګڼو سازمانونو غبرګون ښودلی او د دې بهیر د درېدو غوښتنه یې کړې ده.