په تېرو۲۴ساعتونو کي سېلابونو په پکتيا او خوست کي خلګو ته مالي زيانونه اړولي

د ط..البانو د طبيعې پېښو په وړاندي د مبارزې د وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سې شنبې په ورځ او تېره شپه د خوست ولايت په نادر شاکوټ، صبريو او د پکتيا وزي ځدراڼ په ولسواليو کي تېزبارانونه سوي، چي له امله یې سېلابونه راوتلي او د يادو سيمو اوسېدونکو ته ئې مالي زيانونه اړولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يادو سېلابونو د خلګو کورونه نړولي، کرنیزي مځکي او باغونه ئې وړي دي، چي په دې سره ئې د يادو سيمو اوسېدونکو ته مالي زيانونه اړولي دي.