په تېرو دوو ورځو کي اته زره افغان کډوالو له پاکستان څخه ايستل سوي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په خپله ايکس پاڼي ليکلي دي، چي په تېرو دوو ورځو کي د پاکستان څخه اته زره او ۲۵ افغان کډوال ايستل سوي دي. د ياد سازمان په خبره، چي په یادو کډوالو کي بې اسناده او د (ای‌سي‌سي) کارت لرونکي کډوال شامل دي، چي د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته رااړول سوي دي.
د يادوني وړ ده چي د پاکستان څخه د ايستل سوي افغان کډوالو له ډلي څخه يوازي د ۲۵۰۰ کسانو مرسته ترلاسه کړې ده او پاته ۵۵۲۵ کسانو تر دې دمه پوري د پام وړ مرستي نه دي تر لاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *