په تېرو شپږو میاشتو کي افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه سوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کي افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه سوي.

دغه وزارت وايي، یاد کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې هیوادونو څخه راستانه سوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطیف حقاني ویلي، شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستان، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه سوي دي.

د کډوالو وزارت ویاند وايي، د یادو راستنو سویو کډوالو د ژوند خوندیتوب ترڅنګ یې په روغتیايي، زده‌کړو او د کاري زمینې په برابرولو کي ورته اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

بل خوا د راپورونو له مخي، هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه لارو ګاونډیو هیوادونو ته کډوال کیږي.

په هیواد کي بې روزګاري له هیواده د ځوانانو د تېښتي تر ټولو لوی لامل ګڼل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *