د روان ميلادي کال په پنځو مياشتو کښي د ايران په زندانونو کښي د ايران دولت ۳۲ افغان بنديان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
په ورته وخت کښي د بشري حقونو تر ۸۰ ډېرو سازمانونو او بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کښي په ایران کښي د افغانانو پر اعدامونو اندېښنه څرګنده کړي او د دغه بهیر د درولو غوښتنه ئې کړې ده.
دغو بنسټونو د ايران دولت ته ويلي، چي انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي او د بشر د حقونو درناوی دي وکړي او د افغان اتباع د اعدامولو څخه دي لاس واخلي.