په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په دریو ولایتونو کي د ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان سوي

مسوولین وایي، د هیواد په دریو ولایتونو میدان وردګ، پروان او لغمان کي د ترافیکي پېښو پر مهال درې تنه مړه او ۱۵ ټپيان سوي دي.
د وردګو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د سید اباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې په تېمورخېلو کلي کي یو کوچنی تر موتورسایکل لاندي سوی او ژوند یې بایللی دی.
بل خوا د پروان ولایت مسوولینو د یاد ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کي د سراچې موټر له خوا د یو کس د وهلو خبر ورکړی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چي د دې پېښي په تړاو موټرچلوونکی نیول سوی او دوسیه یې اړوند ارګانونو ته سپارل سوې ده.
د لغمان پولیسو هم ویلي، چي د یاد ولایت په سرخکان سیمه کي د دوو ریکشو او دوو کرولاوو موټرونو د ټکر په پایله کي د دوو ښځو په ګډون ۱۰ کسان ټپیان سوي دي.
په دغه ولایت کي په یوه بله پېښه کي د دوو موتورسایکلونو د ټکر له امله یو تن مړ او درې نور ټپيان سوي هم دي.