په تېرو ۶ میاشتو کي ۱۲ سوه تنه په ترافیکي پېښو کي مړه او تر ۴ زره ډېر نور ټپیان سوي دي

د ترافیکو ریاست وايي چي په تېرو ۶ میاشتو کي په افغانستان کي ۱۲ سوه تنه په ترافیکي پېښو کي مړه سوي او تر ۴ زره ډېر نور ټپیان سوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په وروستیو څه باندي ۲ میاشتو کي مړه او ژوبل سوي دي.

د سږ کال د سرطان په پای کي د ترافیکو ریاست وویل، چي د کال په لومړیو څلورو میاشتو کي په ۱۳۰۰ ترافیکي پېښو کي ۵۰۰ تنه مړه سوي او همدومره نور ټپیان سوي دي.

خو له هغه مهاله وروسته په تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کي ۷۰۰ تنه نور مړه سوي او ۳۵۰۰ ټپیان سوي دي.

د ترافیکو د لوی ریاست د معلوماتو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کي ۲۷۰۰ ترافیکي پېښي ثبت سوي دي.

تر ټولو ډیري پېښي د کابل – جلال اباد په لاره کي ثبت سوي دي.

د ترافیکو د ريیس په وینا اکثره ترافیکي پیښي د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، تېز سرعت او د مقرراتو نه رعایت له کبله رامنځته کیږي.