د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخي، په تېرو نهو میاشتو کي له یو میلیون زیات افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو خپل هیواد ته راستانه سوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي یاد کډوال په زوره او یا هم په خپله خوښه بېرته هیواد ته راستانه سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، له افغان راستنېدونکو سره مرسته کوي چي خپل ژوند جوړ کړي.
یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي هڅه کوي د خپلو شریکانو په همکارۍ راستنېدونکو افغانانو ته اړین خدمات وړاندي کړي.
تر دې وړاندي هم د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي وه، چي په روان ۲۰۲۴ کال له پاکستان او ایرانه څه باندي ۱ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
راغلي کډوال دلته هم له ستونزو شکایت کوي او وایي، له راتلو وروسته یې سمه پوښتنه نه کېږي او په دې ساړه ژمي کي د خوراک لپاره هم سوال ته ناست دي.