د جرمني پوليسو يو افغان وګړی په مونيخ ښار کي د موټر بريد د امله په قصدي توګه د ولسي خلګو د مرګ ژوبلي په تور نيولی او محکمه کړی دئ.
دغه بريد د روان کال د فبروري مياشتي پر ۱۳ تاريخ د مونيخ ښار په مرکز کي د کارګرانو د اتحاديې د لاريون پر مهال رامنځ ته سوی و.
د جرمني محکمي ويلي، چي دغه بريدګر ۲۴ کلن دئ، چي په قصدي ډول ئې خلګ په موټر وهلي وو.
د دغه بريد له امله يوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې مور وژل سوې وه او ۴۴ کسان نور ټپيان سوي وو.
څارنوالانو ټینګار کړی چي د دې برید انګیزه مذهبي افراطیت وه او تورن کس باور درلود چي باید د اسلامي هیوادونو د مسلمانانو د کړاوونو بدل واخلي او په جرمني کي ولسي خلګ خپل هدف وګرځوي.