په جلال اباد کي يوې مور ځان او خپل دوه کوچني اولادونه سيند ته اچولي

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ‌ښار د درونټې په ساحه کي یوې ښځي له خپلو دوو کوچنيانو سره يو ځای ځان سیند ته اچولی؛ ښځي او یوه کوچني ئې ژوند د لاسه ورکړی او يو کوچنی ژغورل سوی دئ.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد وايي، چي دغه پېښه د شنبې په ورځ غرمه مهال رامنځ ته سوې ده، چي پرمهال ئې يوه ښځې او کوچني ژوند دلاسه ورکړی او يو کوچنی ژغورل سوی دئ. د هغه په خبره چي ژغورل سوی کوچنی روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوی دئ.
د يادوني وړ ده چي د دغې پېښي لامل تر اوسه پوري معلوم نه دئ.