په جنوبي وزيرستان کي د اګست پر ۱۱مه او ۱۳مه، په دوو جلا جلا بريدونو کي شپږ پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۲۷ ژوبل سوي دي

راپورونه وایي، چي ناڅرګنده وسلوالو نيمه شپه د بدر په ممي خېل سيمه کي د پوځ پر مرکز بريد کړی چي وروسته د نښتي پر مهال څلور سرتېري وژل سوي او ۲۷ نور ژوبل سوي دي.
تر دې وړاندي، د اګست پر ۱۱مه په جنوبي وزيرستان کي ناڅرګنده وسلوالو د سرحدي ځواک دوه سرتيري وژلي وه.
په دا وروستيو کي د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او جنوبي ضلعو کي وسلوال بريدونه او د ناامني پېښي زياتي سوي چي ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.