د جنوبي وزیرستان په واڼه بازار کي د روانو ناامنيو، هدفي وژنو، تښتونو او ډرون بریدونو پر ضد، او د پښتون ژغورني غورځنګ د بندي مشرانو او غړو د خلاصون په ملاتړ کي د سیمي خلګو ولسي پاڅون ترسره کړئ.
د سیمي اوسېدونکي وایي چي له اوږدې مودې راهېسي د بدامنۍ پېښي، هدفي وژنو، ناقانونه تښتوني او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دوی ژوند تریخ کړی دئ، خو حکومتي ادارې پکښي د ستونزو هوارولو له پاره هیڅ ګامونه نه اخلي.
د ولسي پاڅون ګډونوالو غوښتنه وکړه چي د ناامنۍ د پېښو مخه دي وسي، د هدفي وژنو عاملین دي عدالت ته معرفي کړل سي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول بندي مشران او غړي دي ژر تر ژره خوشي کړي.
دوی خبرداری ورکړی، که چيري د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه سي، نو احتجاجونه به دوام ولري او خپل مبارزه به نوره هم پراخه کړي.