په جنوبي وزیرستان کي د پولیو کمپاین پر ساتونکو په برید کي ۹ کسان ژوبل سوي دي

د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان پولیسو ویلي چي په واڼه بازار کي د پولیو ضد واکسین ډلو د ساتني لپاره ګمارل سويو پولیسو پر موټر چاودنه سوې چي پکښي ۶ پولیس او ۳ ولسي وګړي ژوبل سوي دي.
دا برید په داسي حال کي سوی چي په ټول پاکستان کي د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کمپاین نن پیل سوی دی.
په پاکستان کي روان کال د پولیو پېښي یو ځل بیا زیاتي سوي دي.
د سږ کال له پیله په دغه هیواد کي ۱۷ کوچنیان پولیو وهلي دي چي پکښي د بلوچستان ترڅنګ په سیند کي درې او په پنجاب او اسلام اباد کي یوه ـ پوه پېښه ثبت سوې ده.
له دې وړاندي هم په بلوچستان، خیبرپښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کي د پولیو کمپاین کارکوونکي او د هغوی ساتونکي په نښه سوي دي.