د پاکستان د جنوبي پنجاب په دېره غازي خان کښي تېره شپه د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته سوې ده، چي پر مهال يي د ټي ټي پي دوه غړي وژل سوي دي.
د څراغ تلوېزيون د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي دغه جګړه هغه مهال را منځ ته سوې ده، کله چي د ټي ټي پي غړي د لکهاني د پوستې څخه د تېرېدو په حال کښي وه.
د ټي ټي پي غړو ادعا کړې چي په ياده جګړه کښي پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د ياد پوځ د مهمو امنتي کېمرو سيستم ئې هم په دغه ساحه کښي دمنځه وړی دئ.
د ويلو وړ ده، چي د پاکستان پوځ د اوښتي زيان او يادي جګړې په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.