د جنوبي پښتونخوا په شېراني ولسوالۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ غونډه کي د يادي ولسوالۍ يوشمېر ښځمنو د پښتون ژغورني غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، چي ورسره سم د پښتون ژغورني غورځنګ د ښځينه کمېټې مشرې نسيمې مندوخېل په دغه سېمه کي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړ کوونکو ښځمنو څانګه هم پرانيستل، چي پرمهال ئې يوشمېر ښځو په رسمي ډول خپل نومونه د پښتون ژغورني غورځنګ سره ثبت او راجستر کړل.
په همدې موخه جوړې سوي غونډه کي د پښتون ژغورني غورځنګ د ښځينه کمېټې مشرې نسيمي مندوخېل د خپلو خبرو پرمهال پر ټولو پښتنو ږغ وکړ، چي د وطن د خپلواکۍ لپاره دي، خپلو خويندو او لوڼو ته د زده کړو او سياست اجازه ورکړي؛ تر څو د وطن په انقلاب کي د خپلو وړونو سره څنګ پر څنګ برخه واخلي.