په جنوبي کوریا کي چارواکي وایي نن په سیمه ایز وخت غرمه مهال یوه مساپر وړونکې الوتکه، چي ۱۸۱ تنه پکښي سپاره وه، له ځغاستلیکي اوښتې او ۱۷۹ تنه پکښي مړه سوي دي.
الوتکه له ځغاستلیکي څخه تر اوښتو وروسته له یوه دېوال سره ټکر سوې او اور یې اخیستی ځکه ډیر کسان پکښي مړه سوي.
چارواکو ویلي چي دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه د جنوبي کوریا موان هوایي ډګر ته روانه وه.
سره له دې چي د الوتکې لویدو اصلي علت لا نه دی په ډاګه سوی خو مسولین شک لري چي ښایي د الوتکي ګېر په دې خاطر کار پریښی وو چي په هوا کي له یوه مرغه سره جنګیدلې ده.