په جنیوا کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه غونډه پیل سوه

جنیوا، ۱۶ جون ۲۰۲۵ – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله نهه پنځوسمه غونډه (۱۶ جون – ۱۱ جولای ۲۰۲۵) کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه بحث پیل کړ. د افغانستان په هکله د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ راپور پر ښځو او نجونو باندي د څو اړخیزو تبعیضونو پر اغېزو تمرکز لري، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د عدالت او خوندیتوب په برخه کي د جدي خنډونو سره مخ دي. راپور د نجونو، اقلیتونو، معلولیت لرونکو، او نورو ورته اشخاصو او بې‌ځایه سوو ښځو پر وړاندي د سرغړونو او پټو زیانونو په اړه خبرداری ورکوي او د نړیوالي ټولني څخه د فوري اقدام غوښتنه کوي