ستري محکمې ویليو چي په جوزجان او خوست ولایتونو کي یې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په درو وهلي دي.
یادي محکمې د شنبې په ورځ په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویليو چي د دغو کسانو له ډلي یې دوې ښځي د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کي له کور څخه د تښتېدلو په تور او د پنځو نورو ښځو په ګډون یې ۱۱ کسان په خوست ولایت کي د زنا، رشوت او توهین په تورونو په درو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه ټول کسان په عام محضر کي د درو وهلو سره، سره په تنفیذي بند هم محکوم سوي دي.
دا کسان داسي مهال په درو وهل سوي چي، تېره پنج شنبه هم ستري محکمې په فراه او غزني ولایتونو کي اوو کسانو ته د تعزیري سزاوو ورکولو خبر ورکړی وو.