ستره محکمه وایي چي په جوزجان کي د څلورو ښځو په ګډون پر ۲۲ کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق سوی دی.
دې محکمې په خبرپاڼه کي ویلي چي د جوزجان ولایت د محکمو د پرېکړو له مخي پر نهو کسانو د شراب د خرڅولو او د څلورو ښځو په ګډون پر ۱۳ کسانو د زنا او غلا په تور د تعزیزي سزا حکم تطبیق سوی دی.
د ځایي محکمو په اعلامیه کي ویل سوي چي یاد کسان له ۲۵ – ۳۹ دُرو وهل سوي دي.
ویل کېږي چي دا سزا د استيناف محکمي د عمومي رئيس، د جوزجان ولايت د والي، د علماوو د شورا د رييس، امنيه قوماندان، د استخباراتو رییس، د ښاري محکمې رییس، د کلیو پراختیا رییس او عامو خلکو په شتون کي تطبیق سوې ده.