د بدخشان په خاش ولسوالۍ کښي د چهارشنبې په ورځ د زيات باران د اورېدو له امله په همدې ولسوالۍ کښي سيلابونه راوتلي دي او خلګو ته ئې مالي زيانونه اړولي دي.
د ط..البانو تر واک لاندي ملي ټلوېزيون ويلي دي، چي د دغه ولايت په خاش ولسوالۍ کښي د باران او سيلابونو د ځايي خلګو کورونه، زراعتي ځمکي، او باغونه وړي او ويجاړ کړي دي.
دغه راز د همدې سيلابونو له امله د خاش- جرم ولسواليو ترمنځ سړک هم ويجاړ سوی دئ، چي له امله ئې ځایي خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دغه سيمي سيلاب ځپلي خلګ د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د سيلابونو له امله ئې کور، ځمکه او باغونه له منځه تللي او په ياده برخه کښي دي ورسره مرسته وکړي.