په خاکریز ولسوالۍ کي د مسجد ملا امام وسلوالو وژلی دئ

د کندهار  خاکریز ولسوالۍ د زیل اباد په برمو کي وسلوالو د ملا شاه غاسي په نوم د مسجد ملا امام ویشتلی او وژلی دئ.
ط…البان وايي، چي دغه ملا امام شخصي دوښمني درلودل او په  ژړۍ ولسوالۍ کي د اختر محمد په نوم کس وژلی وو.
ط…البان وایي چي د دغې پېښي په تور ئې درې کسان په پنجوایي ولسوالۍ کي نیولي دي.
د یادوني وړ ده، چي دا د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کي په تېرو لسو ورځو کي دوهم د مسجد ملا امام دئ، چي وژل کېږي.