په کابل کي د جاپان سفارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جاپان مرستي د افغانستان په ختيځ زون کي د زلزله ځپلو کسانو د لاس نيوي په موخه کابل ته رسېدلي دي.
دغه سفارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په يادو مرستو کي خيمې، کمپلي او نور اړين توکي شامل دي.
د خبرپاڼي په حواله چي مرسته سوي توکي به ډېر ژر زلزله ځپلو خلکو ته ورسېږي.