په خوارځواکۍ د اخته افغان کوچنیانو او مېندو د شمېر زیاتوالي باندي اندېښنه ښوول سوې

د سرې میاشتي او سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، په افغانستان کي د کوچنیانو او امېندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوارځواکۍ کچه په شدت لوړه سوې ده.

د سرې میاشتي او سره صلیب نړیوال فدراسیون د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چي دا مهال په ټول افغانستان کي درې میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امېندواره او شیدې ورکوونکي مېندي له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه فدراسیون پر خپله اېکس‌پاڼه د یو ګډ راپور په خبرولو سره زیاته کړې چي له دې شمېره ۱.۷ میلیونه کوچنیان د شدیدي خوارځواکۍ او په ټکو یې له مړیني او کمزوري ادراکي فعالیتونو درلودنکي حالت سره مخ دي.

د راپور له مخي، د دې کوچنیانو او مېندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کي ده.

د راپور په ټکو، په کندهار کي له پنځو کلونو کم عمره له یو لک او درې زرو زیات کوچنیان او نږدې ۴۲زره امېندواره او شیدې ورکوونکي مېندي او پکتیکا ولایت کي بیا نږدې ۴۸زره کوچنیان او له ۱۷زرو زیاتي امېندواره او شیدې ورکوونکي مېندي په شدیدي خوارځواکۍ اخته سوي دي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا ویلي چي دوی په خوارځواکۍ اخته مېندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو هڅي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *