په خوست ولايت کي د يو وژل سوي ځوان جسد موندل سوی

د خوست ولايت څخه ځايي خلګو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کي د يو وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې د معلوماتو د‌ مخي چي د دغه وژل ځوان هويت او د وژل کېدو علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ.
سرچينه زياتوي چي د دغه وژل سوي ځوان جسد اوس مهال د خوست په ولايتي روغتون کي دئ؛ تر څو دوستان ئې پيدا سي.
د خوست ولايت ط..البانو د ياد ځوان وژل کېدل تائيد کړي؛ خو د نورو جزيياتو د ورکولو څخه ئې ډډه کړې.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.