په خوست ولایت کي د فوټسال سیالۍ د لوګر ولایت د ځوانانو د لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدلې

په خوست ولایت کي د افغانستان د سویل ختیځ زون د فوټسال سیالۍ د لوګر ولایت د ځوانانو د لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.

په دغو سیالیو کي د خوست او لوګر سربېره د پکتیا او پکتیکا منتخبو ټیمونو برخه لرله.

د خوست په کوربتوب دا د فوټسال لومړنی ټورنمنټ و چي سیالیو یې یوه اونۍ دوام وکړ.

د فوټسال دغه ټورنمنټ چي د ځوانانو راډیو په مالي لګښت جوړ سوی وو، مسوولین یې وايي چي موخه یې د مستعدو لوبغاړو پيدا کول او د فوټسال لوبي ته وده ورکول و.

فوټسال لوبه په افغانستان کي تر ډېره نوې بلل کیږي.

په خوست کي د فوټسال لوبغاړي وايي په هغه اندازه چي ښايي ټورنمنټونه نه جوړیږي.