په خوست ولایت کي د یوې ښځي په ګډون درې تنه په عام محضر کي په درو وهل سوي

چارواکو په خوست ولایت کي د یوې ښځي په ګډون درې تنه په عام محضر کي د «له کوره د تېښتي او د یوې ښځي د تښتولو» په تور په درو ووهل.

ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغه ولایت په علي شېر ولسوالۍ کي له دغو کسانو يې هر یو په «۳۹ درو» وهلي دي.

د يادي خبرپاڼي پر بنسټ، دوى دغه راز یو کس په یو کال او شپږ میاشتي، دویم یې په دوو کلونو او دریم یې په درېیو کلونو بند محکوم کړي دي.

دا پرله پسې څلورمه ورځ ده چي چارواکي د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کي د ښځو په ګډون خلک په عام محضر کي په درو وهي.

په وروستیو پېښو کي، د چهارشنبې په ورځ په غزني کي دوه تنه، یو تن يوه ورځ وړاندي په کابل او د دوشنبې په ورځ په زابل کي ۱۲ تنه د بېلابېلو تورونو په تور په درو وهلي سوي دي.