په خوست کي دوه تنه د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل سوي

د خوست ولایت امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولایت کي نامعلومو وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه پېښه تېره شپه دوولس بجي د دغه ولايت اسماعېل خېلو مندوزيو ولسواليو اړوند د شبيخېلو په کلي کي سوې.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار طاهر احرار وايي، د پیښي ځای ته امنيتي ځواکونه تللي او د وسله والو په لټه کي دي.
هغه زیاته کړه، وژل سوي کسان د يادي ولسوالۍ د درلوميو اوسیدونکي دي، چي عمرونه يې د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي.