په خوست کي د اسحاق حقاني په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست د فوټبال فدراسیون مسوولینو په دغه ولایت کي د اسحاق حقاني په نوم د فوټبال پيل سویو سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

په دغه ولایت کي د فوټبال سیالۍ یوه میاشت وړاندي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل سوي وې، د یاد ولایت څخه بېلابېلو لوبډلو برخه اخیستې وه او پایلوبي ته د کورنیو چارو وزارت او پنزایي لوبډلي لاره پيدا کړه، چي د کورنیو چارو وزارت لوبډلي ۳/۰ پنزایي لوبډلي ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هېره دي نه وي چي د یادو سیالیو ګټونګي لوبډلي ته ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل سوي.