په خوست کي د ګاز نیولو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه سوي دي

د خوست ښار په ختیځه برخه کي تېره شپه په یوه هوټل کي ګازي بخارۍ د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه کړي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چي د پېښي قربانیان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د یو ناروغ د درملني لپاره خوست ته تللي وه.
مسوولینو په وینا، چي د یادو کسانو په خونه کي ګازي بخارۍ لګېدلې وه او دغه کسانو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د ژمي په موسم کي د افغانستان په اکثره سیمو کي د خوب یا اوسېدو په خونو کي له ګازو څخه کار اخیستل کیږي چي له امله یې ځيني وخت ګاز خلک مصموم کوي او یا هم ژوند له لاسه ورکوي.