د خوست ولایت مرکز اړوند د لکڼو بدیخېلو سیمه کي د قومي یووالي په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل سوې، چي اته ورځي به دوام وکړي.
مسوولین وایي، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لکڼو منتخبي او علیشېرو ادریس لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي لوبه د وخت د کمښت له امله ۱ پر ۱ میدان مساوي پای ته ورسېده.