د خوست ولايت په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د تورو اوبو جام په نوم د واليبال دويم پړاو سيالۍ، چي دوې مياشتي مخکي پيل سوي وې، د تڼيو احسان الف لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د دغو سياليو په پايلوبه کي تڼيو احسان الف لوبډلي خپلي سيالي تريزيو ادريس لوبډلېي ته د ۳۶ پر ۳۳ امتيازونو په توپير ماته ورکړه او د ياد جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.