د خوست څخه محلي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي په دغه ولايت کي په په دوو جلا پېښو کي یوې ۱۵ کلنه نجلۍ او ۱۳ کلن هلک د اقتصادي ستونزو او کورنیو اختلافاتو له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا دا دواړه پېښي د جمعې په ورځ د دې ولایت په دوو ولسوالیو کي رامنځ ته سوي دي.
د سرچینو په خبره ۱۵ کلنه نجلۍ د دوه منده ولسوالۍ د سیدخیل کلي اوسېدونکې وه او ۱۳ کلن هلک هم د خوست ولایت د اسماعیلخیل مندوزي ولسوالۍ د میته خان کلي اوسېدونکی و.
سرچینې ټینګار کوي چي دواړه پېښي د اقتصادي فشارونو او کورنیو شخړو له امله رامنځ ته سوي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره په افغانستان کي د ځوانانو ترمنځ د ځان وژني پېښي د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او روحي فشارونو له امله زياتي سوي دي.