د خوست ولايت څخه ځايي سرچينو د سه شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د ګربز ولسوالۍ د شيخ امير په کلي کي د حنيف الله په نوم ځوان ځان وژنه کړې ده.
سرچينې د حنيف الله د کورنۍ د غړو د معلوماتو په اساس ويلي دي، چي هغه د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د حنيف الله د ځان وژني په اړه په رسمي ډول ط..البانو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د ځوانانو ترمنځ د ځانوژني پېښي مخ په زیاتېدو دي. د نړۍوال بانک د وروستي راپور له مخي، په دغه هيواد کي په هرو څلورو ځوانانو کي یو بېکاره دئ، چي دا کچه په وروستیو کلونو کي دوه برابره سوې ده.