په خوست کي يو ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې

د خوست څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د خوست ولايت په مرکز کي د ګل الرحمن په نوم ځوان ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې ده. بلخوا بیا د خوست ولايت ط..البانو د دغه ځوان د ځان وژني په اړه تراوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په تېرو ۷۲ ساعتونو کي دا دريم ځوان دئ، چي په خوست ولايت کي د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کوي