په خوست کي يو ځوان ځانه وژنه کړې

د خوست څخه محلي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ ماځېګر مهال د خوست ولايت په تريزيو عليشير ولسوالۍ کي يو ځوان ځان ويشتلی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه ځوان بلال احمد نومېږي او د ځان وژني اصلي علت ئې تر اوسه پوري معلوم نه دئ. ط..البانو هم د بلال احمد د ځان وژني په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د بېکارۍ، غریبۍ او روحي فشار له امله په ځوانانو کي د ځان وژني پېښي خورا زياتي سوي دي.