د خوست څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کي يو ۱۵ کلن هلک ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه هلک کوثر نومېدی او د ښوونځي زده کوونکی و.
د دغه هلک د ځان وژني اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي د خوست ولايتي روغتون د معلوماتو په اساس په تېرو دوو اوونيو کي ۴۳ د ځان وژني پېښي د دغه روغتون سره ثبت سوي وې.