په خوست کي په تېرو دوو اونيو کي ۴۳ د ځان وژني پېښي او هڅي ثبت سوي

د خوست د ولايتي روغتون يو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په تېرو ۱۴ ورځو کي د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کي ۴۳ د ځان وژني هڅي او پېښي د خوست د ولايتي روغتون سره ثبت سوي دي.
دغه ډاکټر وايي، چي په دغو پېښو کي يو شمېر کسان د دغه ولايت د ډاکټرانو له خوا ژغورل سوي هم دي.
هغه وايي، چي د ځان وژني دغه پېښي بېلابېل عوامل لري؛ خو ډېری ځوانان د غريبۍ، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، کورنۍ ستونزو او روحي فشار له امله د ځان وژني هڅه کوي.
بلخوا بيا د ياد ولايت اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي ط..البانو د هغه کسانو چي ځان وژنه ئې کړې وي د جنازې او فاتحې په مراسمو بنديز لګولی او رسنيو ته هم اجازه نه ورکوي، چي دغه ډول پېښي رسنيزي کړي.