په خوست کي یو شمېر ښځو تر رسمي دندو وروسته دوکاندارۍ ته مخه کړې

په خوست کي د ښځو لپاره په ځانګړي سوداګریز مارکېټ کي کاروباري او دوکانداري ښځي وايي، چي په دې ځای کي یې سوداګري پر ښه کېدو ده.
په یاد سوداګریز مارکېټ کي، چي ټولي چاري یې ښځي سمبالوي، ښځینه ټوکران، د کور سامانونه، د سینګار توکي او د ښځو او کوچنیانو د اړتیا وړ شیان خرڅیږي.
خوستۍ ښځي وايي، چي د رسمي کار او زده‌کړو د فرصتونو په نه شتون کي دا بوختیا ورته یوه لاره ده چي له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کي مرسته وکړي.
دوی زیاتوي چي په دې سره د کورنیو ضروري اړتیاوي څه نا څه پوره کیږي.
په خوست کي د ښځو لپاره په ځانګړي سوداګریز مارکېټ کي یو شمېر هغه ښځي اوس دوکانداري کوي چي مخکي یې رسمي دندي درلودې او یا یې هم زده‌کړي کولې.