په خوست کښي د دوو کورنيو ترمنځ د‌‌ شخړي له امله څلور کسان وژل سوي

د خوست ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ماذيګر د دغه ولايت د ټنيو ولسوالۍ په للمي کوټکي سيمه کښي د دوو کورنيو ترمنځ د کوچني پر سر د شخړي له امله څلور کسان وژل سوي او يوه مېرمن زخمي سوي ده.
د ځايي خلګو په وينا چي د زخمي سوي میرمني ټپونه سخت دي او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ نه دئ.
په خبرپانه کښي ويل سوي، چي د ط..البانو امنتي کسانو د يادي پېښي اړوند ئې پلټني پيل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *