په خوست کښي د ط..البانو له خوا په شل ميليونه افغانيو جوړ سوی د اوبو بند اوبو وړی

يوه هفته وړاندي د خوست په ګربز ولسوالۍ کښي د ليژي په نوم د اوبو بند د ط..البانو د ابو او انرژۍ وزارت د سپرست وزير عبدالطيف منصور له خوا پرانيستل سو، چي تر پرانيستلو يوه هفته وروسته اوبو وړی او تخريب سوی دئ.
په ګربز ولسوالۍ کښي د ليژي په نوم کوچنی بند، چي شاوخوا شل ميليونه افغانۍ ورباندي لګښت راغلی، په يوه هفته کښي تخريب او اوبو وړی دئ.
بلخوا بيا ولس له ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د اوبو بندونو جوړولو او د اوبو د مدیریت له پاره د معیاري او کیفیتي پروسو باندي کار وکړي. هغوی وايي چي د اوبو بندونه باید داسې جوړ سي، چي نه یوازې اوبه په مؤثره توګه انتقال کړي، بلکې د پایښت او اوږد مهاله کاروني معیارونه هم پوره کړي. دغه ډول پروژې د اوبو د مدیریت، کرني او چاپېریال ساتنې له پاره حیاتي اهمیت لري. هغوی د ط..البانو د چارواکو او اړوند ادارو څخه وغوښتل، چي په دې برخه کښي د معیاري پلانونو د پلي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *