په خوست کښي د يو وژل سوي کس جسد موندل سوی

د خوست څخه ځايي سرچېنو د‌ يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د عبدالله په نامه يو ځوان چي دوې ورځي وړاندي نادرکه سوی وو، د شنبې په ورځ ئې جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په حواله چي د عبدالله په نوم د وژل سوی کس کورنۍ وايي، چي هغه دوې ورځي وړاندي د خپلو ملګرو سره د‌ کور څخه وتلی وو، چي تېره ورځ ئې جسد موندل سوی.
د سرچينې د‌ معلوماتو له مخي، چي دغه کس ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په رسمي ډول د‌ دغه کس د وژل کېدو اړوند تراوسه پوري څه نه‌دي ويلي.