په خوست کښي د‌ ځمکي د‌ لارې پر سر شخړه کښي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شيخانو په کلي کښي د دوو کورنيو د ځمکي د لاري پر سره شخړه کړې، چي پر مهال ئې يو کس وژل سوی او په دواړو کورنيو کښي اووه تنه نور زخميان سوي دي.
د خوست ولايت ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې او نور جزييات ئې تراوسه پوري نه دي ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *